د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو ځایونو او زیانمنو لارو د پاکولو له چارو لیدنه او څارنه وکړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۶
تصویر

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو شویو لارو او ځایونو د پاکولو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یاد ریاست مسئولینو د دغو پروژو د کیفیت، چټکتیا او د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه، د سالنګ ولسوالۍ له هغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې پکې د پاکولو چارې روانې دي. د څارنې پر مهال مسؤلینو ته د چارو د لا ښه تطبیق، د کیفیت په پام کې نیولو او د کار د چټکتیا په اړه لازمې لارښوونې هم وشوې.

اوس مهال د سالنګ ولسوالۍ د للمه سلطان کلي په فرعي سړک کې د وروستیو سېلابونو له امله د راغلو خټو، ډبرو، د غره د ښویدنې له امله د رامنځته شویو رسوباتو او نورو خنډونو د پاکولو چارې په منظم ډول روانې دي، ترڅو د سیمې د اوسېدونکو پر مخ د تګ راتګ اسانتیاوې بېرته برابرې شي او د راتلونکو احتمالي خطرونو مخنیوی وشي.

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وایي، چې زیانمنو شویو سیمو ته پر وخت رسېدنه، د سیمې د اوسېدونکو بیړنیو اړتیاوو پوره کول او د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې او دوامداره وساتي، ترڅو د قدرتي پېښو ناوړه اغېزې راکمې او د خلکو ژوند او شتمنۍ خوندي شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .