د هرات ولایت
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمهییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.
د ولایتي ریاستونو موخې
1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
فعالیتونو او لاسته راوړنې:
(د 1404 د لمړی ربع راپور)
د ریاست مسوول: الحاج مولوی محمد موسی اشعری
د اړیکې شمیره: 0788015336
ایمیل: herat@andma.gov.af
ژوندلیک:
محترم الحاج مولوی محمد موسی اشعري د حاجی محمد کریم زوی د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی دی لومړنی دیني زده کړې یې د ایران هېواد په دیني مدرسو کې ترسره کړې دي او وروسته یې د یو څه وخت لپاره د دیني زده کړو په موخه کندهار، هلمند او د پاکستان هېواد ته سفرونه کړي دي، له فتحې څخه مخکې یې په جهادي برخه کې مهم رول لوبولی دی او له فتحې وروسته د ګلران ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده، چې له هغې وروسته د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادراې د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
د ریاست موقعیت: هرات - کندهار سرک، د ملت باغ ته نږدی
په نقشه کې موقعیت:
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .