د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه او روغتیایي توکي ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OCHR موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په وایګل ولسوالۍ کې ۴۰۰ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه او روغتیایي توکي ووېشل.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یو د حفظ الصحې کېټ، ۱,۸۰۰ د کلورین ټابلېټونه او ۳۶۰ د لاس منځلو او د کلورین کارولو د لارښوود پاڼې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
