د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۳۳
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې, د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ ۳۷۳ بېوزله کورنیو ته د یاد ولایت په بېلابېلو ناحیو کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته ۲,۸۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۱,۰۴۴,۴۰۰ (۱ میلیون, ۴۴ زره او ۴۰۰) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر اړمنو کورنیو ته د څلورم قسط په توګه ووېشل شوې. 

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۷:۰
Background image

د کندهار ولایت د کرنې ریاست له ګودام څخه ٣,٠٠٠ بورۍ غنم د زابل او اروزګان ولایتونو ته ولېږدول شول 

نن ورځ یکشنبه، د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه الله  د لارښونې له مخې، د هیواد ټولو ولایتونو ته له مرکزی سیلو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شو. په دې چوکاټ کې، به د (٣,۰۰۰ بوریو) په اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۶:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرستیال د خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د حکم پر بنسټ، د یادې ادارې د پېښو چارو د همغږۍ مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث)، د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د پکتیا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې ۴۴۵ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
 په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .