د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي او غیر‌خوراکي مرستې وویشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۱
news

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ساتنې موسسې (Save The Children)  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه ‌لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په شیمل، کندک، وایګل او کشموند قلعه کلیو کې د زلزلې له امله ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته د ماشومانو د خوندیتوب، خوړو او ژمنۍ جامو د برابرولو لپاره له سروې ووسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې، د مسوولینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۵۶ کورنیو هرې یوې ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال پنځه سوه اته څلوېښت زره او اته سوه (۵۴۸,۸۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. همدارنګه ۱۴۴ کورنیو هرې یوې ته ۴ تختې یو کسیزه کمپلې، یوه تخته دوه کسیزه کمپله، ۶ جوړه د ماشومانو او لویانو لپاره ژمني بوټان، ۱۲ عدده ښځینه او نارینه جاکټونه، ۱۲ جوړه جرابې، ۴ جوړه دستکشونه، ۲ عدده ښځینه شال، ۲ عدده نارینه پټو، ۲ عدده بکسونه او ۲ عدده ژمنۍ خولۍ ووېشل شوې.

مرسته‌ اخیستونکو کورنیو د مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ماشومانو د ملاتړ موسسه څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .