د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OHW موسسې سره همغږۍ، د یاد ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د حفظ الصحې ۱ بسته ووېشل شوه.
د سیمې اوسېدونکو د دغو مرستو له ترلاسه کولو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د OHW مؤسسې څخه د دغو بشردوستانه مرستو د برابرولو له امله مننه وکړه او د زیانمنو کورنیو د دوامدار ملاتړ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
