د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨١٩ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې و وېشلې
نن ورځ پنجشنبه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره دمبارزې آمادګۍ ریاست د ARADA مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په ګوشتي ولسوالۍ کې ٨١٩ بېوزله کورنیو ته د لومړي پړاو مرستې و وېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې، د هرې کورنۍ لپاره ٢٨١٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په ټو له کې دوی ته ٢٣٠١٣٩٠ ( ٢میلیونه، ٣لکه، ٣١سوه او ٩٠ ) افغانۍ و وېشل شوې.
د یاد ونې وړ ده، چې دا مرستې د یاد ریاست د مسؤلینو په شتون کې، د وچکالۍ له امله زیامنو شؤ کورنیو ته ورکړل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٤
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره