د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د NRCموسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د غني خیلو، بټي کوټ، کوټ، دور بابا، لعلپوره، مهمندره، اچین، نازیانو او کامې ولسوالیو اړوند د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ٧٧ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٩٨٠٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اوه سوه، څلور پنځوس زره او شپږ سوه ( ٧٥٤،٦٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره