د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۱۳ بېوزله کورنیو سره نغدي مرستې وکړې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۳ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د یاد ریاست رئیس او د موسسې د استازي په شتون کې د دویم قسط ۲۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
۱۴۴۶/۵/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره