د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، COAR او د ARCIO موسسو په ملاتړ، د دې ولایت په پچیراګام، کامه، دره نور او بهسود ولسوالیو کې د زلزلې او د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۹۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، د ARCIO موسسې له لوري د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، ۱۲۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، د IOM سازمان له لوري ۳۱۵ کورنیو هرې یوې ته ۶ قلمه لرونکی د پخلنځي ۱ کېټ، ۱ لاسي جارو، ۱ تخته پلاستیکي فرش، ۳ تختې کمپلې ۱ عدد سولري څراغ، همدارنګه له دې جملې ۷۶ کورنیو ته چې کورونه یې په زیاته اندازه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یاد سازمان د غیرخوراکي توکو سربېره یو باب خیمه او د COAR موسسې له لوري ۶۱ کورنیو هرې یوې ته د کور د ترمیم لپاره ۹۲,۰۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه پنځه میلیونه او شپږ لکه او څوارلس زره او څلور سوه او څلوېښت (۵,۶۱۴,۴۴۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
