د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، د خوګیاڼو، پچیراګام ولسوالیو او د جلال اباد ښار د ناحیو اړوند ۸۵۰ کورنیو ته، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې مستحقې کورنۍ ته د مسولینو په شتون کې ۱۱,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه نه میلیونه او درې لکه او پنځوس زره (۹,۳۵۰,۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو د وېش په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
