د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې یو ماین خنثی کړل شو
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماین پاکۍ د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د سړک د غاړې یوه کړۍ ماین د دې ولایت په چک ولسوالۍ کې په خوندي توګه خنثی کړ.
دغه ماین د چک ولسوالۍ د بیکسمند ناحیې په اردو سیمه کې، د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې ټیم له لوري د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ کشف او په پوره امنیتي اصولو سره خنثی کړل شو.
په عین حال کې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماین پاکۍ تخنيکي ګرځنده ټيمونه په ټول ولایت کې موظف کړي، ترڅو په پاتې سیمو کې د چاودېدونکو توکو له امله خطرونه را کم کړي.
دغه ریاست له خلکو غوښتي چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړين اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴٧/۱/۱۹ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
