د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یوې زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه, د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته چی په کور کی یی ۵ کسه شهدیانو او نغدي مرسته ورکړه .
په دې لړې کې زیانمنې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې ۱۰۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ورکول سوی .
ورته مهال یادې کورنۍ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست لخوا ترسره شوي مرستې او خواخوږۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره