د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو دوامداره بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو سروې پیل کړه
د میدان وردګ ولایت ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له اړونده ادارو او مؤسسو سره په همغږۍ د وروسیتو اورښتونو او سېلابونو له امله د زیانمنو کورنیو او د عام المنفعه تاسیساتو د زیانمنوالي د ارزونې په موخه چټکه سروې د یاد ولایت په مرکز او ټولو ولسوالۍ کې پیل کړه.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین وایی، چې د زیانونو تر ارزونې وروسته به د زیانمنو کورنیو سره د دې ریاست او همکارو مؤسساتو له لوري د خوراکي او غیری خوراکي موادو مرستې تر سره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/١٠/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
