د میدان وردک ولایت
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمهییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.
د ولایتي ریاستونو موخې
1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.
د میدان وردک ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
فعالیتونو او لاسته راوړنې:
(د 1403 کال عمده راپور)
د ریاست مسوول: مولوی فیض الله جلالی
د اړیکې شمېــــــره: 0765288004
ایمیل: fayzullahjalali@gmail.com
ژوندلیک:
محترم مولوی فیض الله جلالی د خیال محمد زوی د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې خپلې عصري زده کړې یې تر دوولسم ټولګي پورې په ډاکټر عبدالولي عالی لیسه کې سرته رسولې دي، خپلې دیني زده کړې یې هم ترسره کړې دي او هم یې د مجاهدینو په مختلفو صفونو کې فعالیتونه ترسره کړي دي، چې له فتحې څخه تر دې مهاله د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
د ریاست موقعیت میدان ښار، د غازي کریم تالار مخې ته
په نقشه کې موقعیت:
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .