د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې، ١٥٠ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ١٠٠ کیلو اوړه او ٢٥ کیلو وریجې ووېشل شوې او ٤٨ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو یو د پخلنځي کیټ هم ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ورکولو له امله خوښي څرګنده کړه او دې ورته نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱٩ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره