د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علیشنګ ولسوالۍ د کانال بیارغونې او محافظوي دیوال جوړېدو له پروژو څخه څارنه وکړه

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۶
news  image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د علیشنګ ولسوالۍ په میاصاحب دېرې او آخندزاده ګانو کلیو کې د کانال د بیارغونې، د نیالګیو کېنولو او د محافظوي دیوال جوړېدو له پروژو څخه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ یې کارونه ترسره کېږي، لیدنه او څارنه وکړه.  
په دې پروژو کې د علیشنګ ولسوالۍ د میاصاحب دېرې په سیمه کې د هغه کانال د بیارغونې چارې، چې د تېرو سیلابونو او سختو ورښتونو له امله یې شاوخوا ۱۸ متره سنګکاري ویجاړه شوې وه، پیل شوې دي او تر دې دمه یې ۵۵ سلنه کار بشپړ شوی دی او ټاکل شوې چې پاتې کار یې د راتلونکې اوونۍ تر پایه بشپړ شي.
همدارنګه، د آخندزاده ګانو کلي په هغو سیمو کې چې د سیلابونو احتمالي خطر موجود و، د چاپېریال ساتنې، د طبیعي سرچینو د پیاوړتیا او د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو په موخه ۱۵۰۰ بېلابېل نیالګي کرل شوي دي، چې په کې ۷۰۰ د سپیدارو، ۷۰۰ د بید (ولې) او ۱۰۰ د توت نیالګي شامل دي.
سربېره پر دې، په هغو سیمو کې چې د خاورې د رسوب او خرابېدو خطر موجود و، یو محافظوي ګبین دیوال هم جوړ شوی، څو د سیلابونو او نورو قدرتي پېښو احتمالي زیانونه راکم او د سیمې د اوسېدونکو کورونه او کرنیزې ځمکې خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او  DACAAR مؤسسې له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او همکاریو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې د خطرونو د کمولو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې ترسره شوي اقدامات به د سیمې د خلکو لپاره اغېزمن او ګټور تمام شي.

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کړی چې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د له خطر سره مخ سیمو د خوندیتوب په موخه به د ورته وقایوي او پراختیايي پروژو د پلي کېدو لړۍ دوام ومومي. 
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .