د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پرچمن ولسوالۍ کې د ۲۵ خطرناکو ډبرو تخنیکي سروې وکړه
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پرچمن ولسوالۍ په دیسبیل، لروند او کوتل سرخ کلیو کې د ۲۵ خطرناکو ډبرو تخنیکي سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د زیانمنو او له خطر سره مخ سیمو د پېژندنې، د ښوېیدنې او رالوېدو له ګواښ سره مخ لویو ډبرو د وضعیت ارزونې او د مواصلاتي لارو د حالت معلومولو په موخه ترسره شوې ده.
د سروې په بهیر کې د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس الحاج مولوي محمد اسرائیل سیار، د هغه تخنیکي ټیم او د پرچمن د ولسوالۍ استازي شتون درلود. د ریاست تخنیکي ټیم په یادو سیمو کې د لویو ډبرو، له خطر سره مخ سیمو او مواصلاتي لارو وضعیت له نږدې وڅېړه او اړوند تخنیکي معلومات یې راټول کړل.
د سروې په پایله کې ۲۵ خطرناکې ډبرې او له خطر سره مخ سیمې مشخصې شوې او د یادو ډبرو تخنیکي مشخصات ثبت شول، چې د وقایوي اقداماتو او د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره به ترې استفاده وشي.
