د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٥ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ګډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې په همغږۍ، په وروستیو کې یاد ولایت ته له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه ١٠٥ راستنېدونکو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وريجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/١٢/۲۴هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره