د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۲۰:۲۵
news image

د فارياب ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د وروستيو بارانونو له امله ٩ زیانمنو شویو کورنيو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، یوه بورۍ وریجې، یوه بورۍ غنم، پنځه لېټره غوړي، دوې تختې کمپلې، دوې تختې ترپالونه، دوه جوړه بوټ، یو کارتن مګي آش، یو سیټ پلاستیکي ظرفونه او یوه بورۍ مالګه ووېشل شوه.

نېټه: ١٤٤٦/١١/٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د تخار ولایت له مرستیال او سرپرست والي سره وکتل او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارنې او کارکوونکو ته د لارښودنې بهیر یې پیل کړ

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د فني او تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سیند د بستر د پاکولو او کیندنې چارې بشپړې شوې

 

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس محترم الحاج محب‌الله جاهد، د عنابه ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي فضل‌الرحمن رحماني او د سیمې د سپین‌ږیرو په شتون کې، د دې ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله زیانمنو ته نغدې مرستې ووېشلې

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله درې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .