د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۸۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OCHR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت په قیصار، المار او قرمقول ولسوالیو کې ۱,۸۰۰ مستحقو کورنیو ته د څلورم پړاو خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلويي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
