د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بادغیس ولایت له جوند ولسوالۍ څخه غور ولایت ته را بېځایه شویو ۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ غنم، یوه بورۍ وریجې او درې کیلو غوښه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
