د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې

د IOM, WFP او د UNICEF سازمانونو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست د همغږۍ پر بنسټ, د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو سازمانونو په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په اندړ, آب بند, مقر, قره باغ او ګیلان ولسوالیو او مرکز کې د طبیعي پېښو له امله ۵۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي, غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د IOM لخوا ۹,۵۰۰ افغانۍ د WFP لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه, ۲۵ دال, ۱۸.۲ کیلو غوړي, ۲ کیلو مالګه, ۲.۱ کیلو بسکوټ, ۳.۴ کیلو INS او ۴.۵ کیلو WSB او د UNICEF لخوا هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته ووېشل شول.
د یادونې وړ ده, چې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یاد سازمانونو څخه مننه او قدرداني وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۰۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره