د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند ۳۲۰ وچکالۍ څپلو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ غنم او یو د پخلنځي د وسایلو کیټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
