د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شهیدانو ۱۲۰ ورثه کورنیو ته خوراکي او غیرخوارکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د شهیدانو ۱۲۰ ورثه کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس او نورو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ غنم، یوه تخته کمپله، د پخلنځي د وسایلو یو کارټن، یو کارټن خرما او یوه بسته البسه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
