د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ کمېټې د غونډې له پرېکړې سره سم د اړوندو ادارو د پلاوو له خوا د ٢٠٠ زیانمنو شویو، زیانمنونکو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د هغوی د غوښتنو له اورېدو وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ٥ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي چې پکې یوه بورۍ٥٠ کیلویي اوړه، ١٠ پاکټه د اوبو د تصفیه کولو ټابلیټ، د ماشومانو لپاره یوه د پلاستیکي ظرفونو بسته، ١ عدد بشکه او یو جلد د روغتیا لارښود کتاب شتون در لود ووېشل شول.
نېټه: ١٤٤٦/١١/٣٠ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره