د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ تنو ته د کار کولو په بدل کې نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له لوږې سره د مبارزې (AHH) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په اشترلي او میرامور ولسوالیو کې ۱۰۰ تنو ته د کارکولو په بدل کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرتن ته د مسؤلینو په شتون کې، ۸۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره اته سوه زره (۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یادو کسانو ته دا نغدي پیسې له طبیعي پېښو څخه د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنیوي د کړنو د ترسره کولو په بدل کې ورکړل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
