د خوست ولایتي شورا رئیس او غړو سره پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

rahyab
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۰:۲۵
خوست

ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني، پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر خوست ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د خوست ولایتي شورا رئیس ښاغلي کفیل ریحان سره وکتل.
پدې ناسته کې د دولت او ملت تر منځ د باور او همغږۍ فضا پیاوړي کولو، د پېښو مدیریت، د خوست ولایت اوسیدونکو ستونزې او یو شمیر نور مهم مسایل تر بحث لاندې ونیول شول.
پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر په دغه ولایت کې د کلیو په کچه د داوطلب ټیمونو پر جوړولو ټینګار وکړ، او د خوست ولایتي شورا رئیس او غړو ته یې ډاډ ورکړ چې د پېښو مدیریت په برخه کې به د دوی ستونزې د حکومت مشرتابه سره شریکې کړي.

12

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.