د جوزجان ولایت په کوکلداش کلي کې د فیض‌آباد د سیند د شکن تحکیماتي پروژه پرانستل شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۲۰:۳۹
news image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د فیض‌آباد ولسوالۍ د کوکلداش کلي د سیند د شکن تحکیماتي پروژه رسماً پرانستله او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په ځانګړې کولو سره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل او د جوزجان ولایت د مقام په همغږۍ پلي شوې ده.
د پروژې په چوکاټ کې، ۲۴۰ د ګبیون بکسونه (د ۲×۱×۱ متر په اړخونو سره) ځای پر ځای شوي، او ۴۸۰ مترمکعبه غرنۍ ډبرې په کې لګول شوي دي. دغه تحکیمات د سېلابونو د لوړېدو د مخنیوي او د هستوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندي ساتلو لپاره مهم رول لوبوي.
د پروژې د پرانستې پر مهال، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي سراج‌الدین سراجي د پروژې د پلي کېدو د بهیر او ارزښت په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې کړل او له خلکو یې وغوښتل چې د دې تحکیماتو په ساتنه کې همکاري وکړي.
د فیض‌آباد ولسوالۍ چارواکو او د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د جوزجان ولایت د مقام له پاملرنې او همکاریو څخه یې مننه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۳۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .