د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو او اورلګېدنې له امله زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۲۱:۳۸
news image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو او اورلګېدنې له امله ۵ زیانمنو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي وو، اړینې مرستې ووېشلې.
یاد شمېر کورنیو ته له سروې او تثبیت وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له امکاناتو، ۳ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلو وریجې، ۱۵ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو مایع ګاز، درې تختې کمپلې، د اوبو ۲ سطلونه او ۱ باب چینایي خیمه د ټولو لوازمو سره ووېشل شول. همداراز، ۲ کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۲۰ کیلو مایع ګاز، ۲ تختې کمپلې او د اوبو ۲ سطلونه ووېشل شول. 

نېټه: ۱۴۴۶/۹/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .