د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ کورنیو ته په بنګي ولسوالۍ کې نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن ایسټ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بنګي ولسوالۍ کې د بېلا بېلو پېښو له امله ۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې اووه زره (۷,۰۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
