د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټيډ موسسې په مالي ملاتړ، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۸۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ٢٢،٥٦٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې او په مجموع کې ١،٨٠٤،٨٠٠ ( ١ میلیون ۸۰۴ زره او ۸۰۰) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
ورته مهال د مرستو ترلاسه کوونکو له یاد ریاست او موسسې څخه مننه وکړه او هم یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره