د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۸ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۹:۵۴
news  image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د وار چایلډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې,   د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, (د افغانستان په اړمنو سیمو کې له وچکالۍ څخه اغېزمنو کسانو ته د بېړنیو مرستو وړاندې کولو) د پروژې تر پوښښ لاندې د یاد ولایت د چمتال ولسوالۍ اړوند ۲۸ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۴,۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۳۹۷,۶۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د رضاکارو ټیمونو جوړولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره وشوه

پرون سهار د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ تخنیکي غونډه د یادې ادارې په انګړ کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۲ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په اجباري توګه ۶۲ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, ۵۷ راستنېدونکو او ۵ اړمنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت مقام په لارښوونه او د کډوالو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ, دغه ولایت ته په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۲۵ کورنیو ته له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .