د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته خیمې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په ملاتر، د مزار شریف ښار په بېلابېلو نایحو کې د ۲۳ زلزله ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته چې کور یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی و یو باب خیمه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
