د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د زاري ولسوالۍ ۲۲۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول شپږ میلیونه او درې لکه او اتیا زره (۶٫۳۸۰٫۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د زیانمنو کورنیو د پېژندنې او ملاتړ بهیر به د همکارو ادارو په همغږۍ او د روڼتیا او عدالت د اصولو پر بنسټ دوام ولري.
