د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وروستیو زلزله ځپلو ته د رسېدنې ولایتي کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۱۰ کورنیو ته چې د زیانونو کچه یې زیاته وه، هرې کورنۍ ته ۳۰,۰۰۰ افغانۍ او ۱۰۴ نورو کورنیو ته چې د زیانونو کچه یې کمه وه، هرې کورنۍ ته ۵,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته سوه شل زره (۸۲۰,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د ولایت په کچه نورو زیانمنو کورنیو ته هم د رسېدنې بهیر دوام لري.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
