د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AKAH موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په دره سوفیان او شېخ جلال کلیو کې د شلټر پروژې په ترڅ کې ۴۹ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې استازو په شتون کې له دې جملې ۲۴ کورنیو ته د لومړي قسط ۵۴۳۵۴ افغانۍ او ۲۵ نورو کورنیو ته د دویم قسط ۶۷۹۴۵ افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې چې په مجموع کې د ۲ میلیونه ۹۸۹ زره او ۵۳۰ افغانیو نغدي مرسته ترسره شوه.
نېټه:۷/۶/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره