د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې کار پیل شو

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۶
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې کار، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و، په بېړني ډول پیل کړ.

یاده پروژه د سیمې د اوسېدونکو لپاره د خوندي تګ راتګ د برابرولو او د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په موخه عملي کېږي. د یادونې وړ ده چې شاوخوا له ۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ کورنۍ له دې لارې د خپلې اصلي مواصلاتي لارې په توګه ګټه اخلي.

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي هدایت‌الله همدرد، د یادې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د بیارغونې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان اسلامي امارت مسئولین به په هر ډول شرایطو کې د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د سیمې اوسېدونکو هم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پر وخت اقدام ستاینه وکړه او د دې مهمې مواصلاتي لارې د بیارغونې د چارو له پیل څخه یې خوښي څرګنده کړه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .