د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۱:۴۷
news image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د میشن‌ایسټ مؤسسې او د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ (AKAH)  په همکارۍ، د جرم ولسوالۍ د خستک کلي هغو ۲۳ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

د دې بهیر په ترڅ کې، د مسؤلینو په شتون کې د هستوګنې لپاره د آغاخان بنسټ له لوري هرې کورنۍ ته ۸ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه، یو کارتن ۱۸.۵ لېټره غوړي، ۴۲ عدده غني‌شوي بسکېټونه، ۲ کیلو مالګه او ۴ پاکټه دال او د میشن‌ایسټ مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یوه بسته او د ماشومانو یوه بسته ووېشل شوه. سربېره پر دې، هغو ۶ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یوه خیمه هم ووېشل شوه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .