د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱٨١٠ کورنیو ته ٥,١٩٤,٧٠٠ افغانۍ نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز اړوند ۱٨١٠ اړمنو او زیانمنونکو کورنیو ته له دقیقې سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د پنځم پړاو ۲,۸۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٥,١٩٤,٧٠٠ ( ٥ میلیونه، ١٩٤ زره او ٧٠٠ ) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱٦ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره