د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٠٣ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سیغان ولسوالۍ کې ٧٠٣ اړمنو او زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٢،٩٧٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیون، اوه اتیا زره او نه سوه او لس ( ٢،٠٧٨،٩١٠ ) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره