د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۹ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، اکشن اېډ او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) دفترونو په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د IOM دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، یوه ژمنۍ بسته، یوه بسته د پخلنځي کیټ، یوه تخته پلاسلیکي فرش او ۲ بشکې، د اکشن اېډ لخوا د یونسیف په مالي ملاتړهرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د (AFGA) په مالي ملاتړ هرې کورنۍ ته یوه د ښځو او نجونو روغتیایي بسته ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
