د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۲۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز قلعه نو اړوند، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۳۲۰ زبانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۴ کیلو بوره او همدارنګه ۴ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو په پورتنیو مرستو سربېره هرې کورنۍ ته یو باب خېمه او ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
