د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ باب خېمه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
