د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١,٧٩٠,٢٠٠ افغانۍ ٨٣٥ زیانمنو کورنیو ته ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې، له ٨٣٥ سېلاب ځپلو کورنیو سره له سروې وروسته نغدي مرستې وکړې.
د مرستو په دې لړۍکې، د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د هرې کورنۍ لپاره ١٤,١٢٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په مجموع کې ١١,٧٩٠,٢٠٠ (١١ میلیونه، ٧٩٠ زره او ٢٠٠) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې یادو کورنیو ته دا مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او AHF موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې ورکړل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره