د بادغیس ولایت له پېښو سره د آمادګۍ ریاست ۱۰ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ, په جوند ولسوالۍ کې هغو ۱۰ کورنیو ته چې د غر ښوېدو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، د سروې له بشپړېدو وروسته هغوۍ ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته یو باب خېمه، د کور د اړتیا وړ وسایل، درې تختې کمپلې، یو تخته سولر، د حفظالصحې توکي او د ژمي د اړتیا وړ توکو یو کېټ ووېشل شو.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره