د اورلګېدنې څخه د مخنیوي دایمي کمېټې د فعالیتونو بیا پیلیدل

کابل- د تلې ۳مه-۱۴۰۱
د اورلګېدنې څخه د مخنیوي دایمي کمېتې غونډه د ا.ا.ا ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ مقام د ۲۶/۱۱/۱۴۴۳ نېټې د ۲۶۳۱ شمېرې د سپارښتنې د تعقیب په اړه د الحاج ملا محمد عباس آخند په مشرۍ د د کورنیو چارو، مالیې، سوادګرۍ او صنایو، ښار جوړونې، د چارو ادارې، د افغانستان بانک او د افغان بیمې شرکت د استازو په ګډون د مختلطو سوداګرۍ مرکزونو او د پمپ اسټیشنونو د سروې، ارزونې او څېړنې په هکله د اورلګېدو څخه د مخنیوي لپاره ترسره شوه.
لومړۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د کمېټې د جوړولو د موخې په اړه په خبرو سره ووېل: دغه کمېته چې د جوړلو موخه یې د اورلګېدو څخه د مخنیوي لپاره د وړاندیز په توګه د طرحو وړاندې کول ده د سوداګرۍ، هستوګنیز او پمپ اسټیشنونو لپاره د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د وضعیت تثبیتولو او د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د احتیاطي وقایوي تدابیرو د پلي کولو لپاره سروې او څېرنه ترسره شي ترڅو د کره اطلاعاتو پر بنسټ خپلې طرحې وړاندې کړي.
د کمېتې د غړو استازو د اور لګېدو او په معیاري توګه د تیلو د ټانکونو جوړولو او د هغو پمپ اسټیشنونو چې په هستوګنیزو سیمو کې وقایوي تدابیر نلري د بندولو په بیلابیلو اړخونو باندي یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د غونډې په پاۍ کې پرېکړه وشوه ترڅو ټول هغه پمپ اسټیشنونه او د تیلو ټانکونه چې په هستوګنیزو سیمو کې د اطفایې د مقرراتو او لارښونو سره سم معیاري ندي او همدارنګه توصیه شویو پمپ اسټیشنونو ته چې د خوندي پاتې کېدو تدابیر یې ندي رعایت کړي، هغوۍ ته د یادې کمېټې د معیارونو سره سم د ایمني تدابیرو رامنځته کولو لپاره ضرب العجل وټاکل شي.
