د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې غونډه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې ترسره شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۱:۵۱
تصویر خبر

نن سهار، د چهارشنبې په ورځ، د اور لګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې غونډه د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس ملا نورمحمد بدري په مشرۍ، د نفتو او ګازو، اطفایې، افغان ملي بیمې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې، او د چارو د ادارې لوی ریاست د استازي په ګډون د دې ادارې په انګړ کې ترسره شوه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دې غونډه کې د غونډې ګډونوالو خپل د سروې راپورونه وړاندې کړل او د پمپ سټیشنونو د سرغړونو په اړه یې خپل نظرونه او د حل لارې وړاندې کړې.
په پای کې غونډې پرېکړه وکړه چې د پمپ سټیشنونو د معیاري کولو لپاره دې هغوی ته ۱۰ ورځې وخت ورکړل شي. په راتلونکې غونډه کې به د هغوی په اړه پرېکړه وشي او راپور به یې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته واستول شي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٦/٧/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې د سېلابونو او اورلګېدنې له امله ۸۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په څلورو ولسوالیو کې د سیلابونو ځپلو کورنیو د سروې بهیر پیل کړ

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحقو او زیان‌منو کورنیو د پېژندنې په موخه، د دغه ولایت په څوکۍ، منوره، سرکاڼو، او چپه دره ولسوالیو کې د سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .