۶ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وري ۱۱مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت د بټي کوټ او ګوشته ولسوالیو اړوند ۶ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه په پام کې نیول شوې وه.