۴۰۰ زیانمنو کورنیو په ننګرهار ولایت کې د کورونو ترمیم لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د وري ۱۵مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UN-Habitat موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت کامه ولسوالۍ اړوند ۴۰۰ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو، له سروې وروسته د کورونو ترمیم په موخه د دویم قسط نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۵۰ امریکایي ډالر ترلاسه کړل، د یادونې وړ ده چې یاد شمېر کورنیو ته په لومړي قسط کې ۳۰۰ امریکایي ډالر وېشل شوي وو.